د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالي کې د پیره خیل مشري کانال د بیارغونې چارې پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۴:۳۴
1

د ننګرهار ولایت په خوګیانو ولسوالي کې د پیره خیل مشري کانال د بیارغونې چارې د ۸۲۵۳۱۳۶ افغانیو په ارزښت د( UNDP) پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ  د ننګرهار سیندیزې حوزې په همغږي سره د اسلامیک ریلیف موسسې په تخنیکي همکاري سره پیل شوې.

د یاد کانال د چارو د پرانیستلو په مراسمو کې د سیندیزې حوزې استازي ښاغلي انجنیر شریف الله شیرزاد او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو هم ګډون درلود او د بیارغونې چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دې کانال په بیارغیدو سره به د اوبو د ضایعاتو څخه مخنیوی وشي او په کرنیزو محصولاتو کې به هم د پام وړ بدلون راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu