د نورستان، کاپیسا، پنجشیر او پروان سیندیزو حوزو کړنلارې او برنامې و ارزول شوې
د اوبو او انرژي وزارت د څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو د نورستان، کاپيسا، پنجشیر او پروان سیندیزو حوزو کړنلارې او برنامې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیولې.
د نوموړې ریاست مسؤلینو د نوموړو سیندیزو حوزو له رئيسانو سره په جلا جلا توګه لېدنې ترسره او د کړنلارو او برنامو د غوره او اغېزمنې پلي کولو په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.