د هرات له والي سره په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید لپاره د مناسبو سیمو د تثبیت په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۴۰
1

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي او د عزیزي انرژي شرکت مسؤلینو د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا په شتون کې د هرات له والي محترم مولانا نور احمد اسلام‌جار سره وکتل او په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید لپاره د مناسبو سیمو د تثبیت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د هرات والي د وزارت پلاوي او د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او د سیمو د تثبیت په موخه یوه کمېټه وټاکل شوه، ترڅو د برېښنا انرژي د تولید لپاره مناسب ځای په ګوته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د پنځو سټيشنونو ساتنه او مراقبت ترسره شو

 د پکتیکا د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست مسؤلینو په پکتیکا ولایت کې د پنځو سټیشنونو ساتنه او مراقبت ترسره او همدارنګه یې د ځمکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۵۰
Background image

پروان ولایت کې د یوه عمومي کانال له حریم څخه لیدنه ترسره شوه

د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل د جبل السراج ولسوال محترم خان محمد حقیار او د نوموړې ولسوالي امنیه قوماندان محترم ملا فیض محمد حقمل د یوه عمومي کانال له بېلابېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو سرچینو د ټاکلو په موخه جیوفزیکي څیړنې او هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ترنک قلات سېندیزې فرعي حوزې ریاست په همغږي سره په زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د سرچینو د ټاکلو او تثبیت په موخه جیوفزیکي. . .

بیرته تګ

User account menu