د هرات ولایت د پاشدان بند چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي
د هرات ولایت د پاشدن بند چې د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه ده، اوسمهال په بېلابېلو برخو کې کار روان دی.
د نوموړي بند چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه بند د چارو په بشپړيدو سره به ۵۴ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه، دوه میګاواټه برېښنا تولید او ۱۳ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.