د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دوه شرکتونه چې د خپلو هنګرونو پر بامونو باندې لمریزه برېښنا فعاله کړې، وستایل شول
د هرات مرستیال والي محترم مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس محترم حمیدالله خادم او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې هغه دوه شرکتونه چې د خپلو هنګرونو پر بامونو باندې لمریزه برېښنا فعاله کړې، وستایل.
همدارنګه نوموړو مسؤلینو د یوه شرکت څخه چې لمریز سولرونه تولیدوي هم لیدنه وکړه.