د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي ریاست د څانګو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه
دا ناسته د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي ملا عبدالسلام مستوفي آغا او د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل په ګډون د سیندیزې حوزې د کلي وضعیت د څېړلو او همدارنګه د کارکوونکو د ستونزو او وړاندیزونو د آوریدلو په موخه ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې رئیس د اوبو د غوره مدیریت په هکله خبرې و کړې او د کارکوونکو د نظرونو او وړاندیزونو تر اوریدلو وروسته د چارو د ښه پرمخ وړولو لپاره لازم هدایات ورکړل.
دا ناسته د دعائیې په لوستلو سره پای ته و رسیده.
