د هلمند سیندیزې عمومي حوزې او اړوندو فرعي سیندیزو حوزو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو انجنیرانو ته څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۲:۴۰
1

دغه ورکشاپ چې د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلینو له لوري په لاره اچول شوی وو، نن د پای ته رسېدو مراسم یې  د هلمند سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالهادي هادي، د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د هلمند د والي د دفتر رئيس محترم مولوي عبدالرحمن په شتون کې پای ته ورسېد.

د دغه ورکشاپ د پای ته رسېدو په مراسمو کې د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئيس د نوموړي ورکشاپ د اغېزمنتیا په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اوبو کنټرول او مدیریت زمونږ او ستاسو له دندو څخه یوه اړینه دنده ده  او د همداسې ښوونیزو پروګرامونو په واسطه کولای شئ چې خپله وړتیا لوړه کړئ او د اوبو د کنټرول او مدیریت  په برخه کې خپله ایماني او وجداني دنده په ښه توګه ترسره کړئ.

همدغه راز، د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس او د هلمند د والي د دفتر رئيس هم د دغه ورکشاپ د اغېزمنتیا په هکله خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې په دغه څلور ورځني ورکشاپ ګډونوالو ته د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلینو له لوري د ځمکې لاندې اوبو د ترمینالوژي، د ځمکې لاندې اوبو د څارنې تخنیکونه، د ځمکې لاندې اوبو د بېلګې او احصائیې راټولولو او د هایدروجیولوجیکي نقشو تفسیر او تحلیل په هکله زده کړې ورکړل شوې او په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

بیرته تګ

User account menu