د هلمند ولایت د نهرالسراج کانال پروژې د څېړلو په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د کرنې، کلیو پراختیا وزارتونو او د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د هلمند ولایت د نهرالسراج کانال پروژې د سروې، ډیزاین، تطبیق او استملاک چارو د څېړلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د تخنیکي مسؤلینو د راپورونو او اندونو تر څېړلو وروسته، د پروژې د ستونزو د هوارولو او د چارو د ترسره کولو په موخه لازم هدایات ورکړل.
