د هېواد د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته د کلیو پراختیا وزارت د قراردادونو د راپور په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۱۵:۳۸
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د یاد پلاوي د ټولو غړو  په ګډون چې د اقتصاد وزارت، د کلیو پراختیا وزارت، د  ټولګټو وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې استازې پکې شامل وو، ترسره شوه.

د غونډې غړو د ملي پراختیا شرکت، د ټولګټو وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او د کلیو پراختیا وزارت د لویو قراردادونو د څېړنې په هکله خپل  د پرمختګ راپورونه او فعالیتونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په یاده ناسته کې، د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي د ترسره شویو فعالیتونو د راپور او د کاري پرمختګ تر څېړنې وروسته، د یادې موضوع په هکله خبرې وکړې او د ناستې غړو ته لازم هدایات ورکړل.

د یاد ونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي مارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی تر بشپړې څېړنې وروسته د خپلو څېړنو د پایلو راپور د افغانستان اسلامي امارت د وزایرانو شورا سره شریک کړي. په نننۍ ناسته کې د کلیو پراختیا وزارت دوه قراردادونه وڅېړل شول او د تائید وړ وګرځیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu