د هېواد په پنځو سیندیزو حوزو کې د 1403 ه.ل کال د وري میاشتې د واورې ورېدو ارقام راټول شول
د هېواد د پنځو سیندیزو حوزو په بېلابېلو برخو او یو شمیر ولایتونو لکه بدخشان، تخار، بامیان، دایکندی، پنجشیر، پکتیا، کنړ، نورستان، پروان او کابل ولایتونو کې په مختلفو ارتفاعاتو کې چې لوړوالی یې له 2000 مترو څخه تر 2500 مترو پورې رسیږي، په وقفه یې توګه واوره او له هغه څخه په ټیټو ارتفاعاتو کې بارانونه ورېدلي دي.
د ساحوي راپورونو پر بنسټ د 1403 ه.ل کال د وري میاشتې تر 31 نیټې پورې په شمالي سالنګ استیشن کی 11 سانتي متره، په جنوبي سالنګ استیشن کي 5 سانتي متره، په حاجي ګک استیشن کي 10 سانتي متره، د دایکندي ولایت په خدیر استیشن کي 7 سانتي متره او د غزني ولایت په ناهور او جغتو ولسوالیو کي شاوخوا 3 سانتي متره واوره ورېدلې ده.
