د پایدارې انرژي ریاست  او د شهدا موسسې  د مسؤلینو ترمنځ په درې ولایتونو کې د سولرونو او برېښنایې وسایلو د وېش هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۷:۳
1

د اوبو او انرژي وزرات د پایدارې انرژي ریاست او د شهدا موسسې د مسؤلینو ترمنځ په بامیان، غزني او دایکندي ولایتونو کې د ۲۸۵ کورنیو لپاره د سولرونو او برېښنایې وسایلو د وېش هوکړه لیک لاسلیک شو.

ټاکل شوې ده ، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ په بامیان ولایت کې د ۱۱۴ کورنیو، په غزني ولایت کې د ۸۶ کورنیو او په دایکندي ولایت کې د ۸۵ کورنیو لپاره د سولرونو او برېښنایې وسایلو د وېش پروژه ډېر ژر پیل شي.

د یادونې وړه ده، دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu