د پروان عمومي کانال په مسیر کې ۵۰ سلنه غیر قانوني پایپونو ته د اوبو تېرولو اجازه ورکړل شوه
د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پروان والي د هدایت پر اساس د جبل السراج ولسوالي د قلیچ خیلو،خواجه خیلو، عنایت الله خیلو او نصرالله خیلو کلیو اوسیدونکو هغه ۵۰ سلنه غیر قانوني لګول شویو پایپونو ته چې د پروان عمومي کانال په مسیر کې لګول شوي وو،د اوبو تېرولو اجازه ورکړه.
د یادولو وړ ده، چې څه موده مخکي د یاد ولایت د هدایت پر اساس د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو هغه پایپونه چې په غیر قانوني توګه د پروان کانال په مسیر کې لګولو شوې وو وتړل، چې دغه کار د جبل السراج ولسوالي اوسیدونکي د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ کړې وو.
