د پروان ولایت د انرژي ولایتي کمېټه جوړه شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۵:۵۳
1

د پروان ولایت د انرژي ولایتي کمیټه د یاد ولایت د مقام تر رهبري لاندې د غوربند چاريکار سيندېزې فرعي حوزې، اقتصاد، چاپېریال ساتنې، برېښنا، صنعت او سوداګرۍ او د کلیو پراختیا ریاستونو او د‌ علماوو شورا، د زون په کچه د انرژي چارو د تنظیم آمریت او د‌ ځوانانو شورا په غړیتوب سره جوړه شوه.

د نوموړې کمیټې د جوړولو په غونډه کې د پروان مرستیال والي مفتي محمد‌ ادریس انوري او د غوربند چاريکار سيندېزې فرعي حوزې رئیس انجینر مجیب الرحمن حبیبي د نوموړي کمیټې او په یاد ولایت کې له داخلي سرچینو څخه د انرژي د تولید د ارزښت او د خصوصي پانګونې د جذبولو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه، د مرکز څخه راغلي پلاوي د یادې کمېټې د جوړېدو د موخو، دندو، تشکیلاتو او په پروان ولایت کې د انرژي د تولید لپاره د شته سرچينو لکه باد، لمر او اوبو څخه د استفادې په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې کمیټه په پروان ولایت کې د اړوندو ولایتي ادارو په همغږي سره د انرژي پالیسو جوړولو، ښاري او کلیوالو سیمو ته د ارزانه او دوامداره انرژي رسولو او د انرژي د تولید په برخه کې د خصوصي پانګونې د جذبولو په موخه جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

بیرته تګ

User account menu