د پلتوني بند چارې په ښه توګه روانې دي

د پکتیکا ولایت د پلتوني بند پروژه چې د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چارې يې په ښه توګه روانې دي.
اوسمهال د نوموړي بند په کیڼ لور کې د آر اف سې او ګروټینګ چارې روانې دي او هیله ده، چې په ټاکلي وخت او کیفیت سره سرته ورسېږي.