د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست د جومات د بیارغونې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغه ریاست د جومات د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې سیندیزې حوزې عمومي ریاست د جومات د بیارغونې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې یې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به بشپړې شي.
