د پنج سیند د څنډو حفاظتی ګبیوني دکو د پروژي ساحه قراردادي شرکت ته وسپارل شوه
د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج سیند د څنډو حفاظتی ګبیوني دکو د پروژي ساحه د دشت قلعه ښکتني پنج فرعي سیندیزې حوزې رئیس انجنیر عبدالواحد رجب، د اوبو او انرژي وزارت استازي او د ینګي قلعه ولسوال په شتون کې د هلمند جهاني بارک ساختماني شرکت ته وسپارل شوه.
یاده پروژه د 19102797 افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري تمویلیږي چې عملي چارې به یې په راتلونکو ورځو کې پیل شي.
