د پورتني پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې نوی رئیس خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو
محترم فضل الله عادل د پورتني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې د نوي رئیس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د پنجشیر ولایت مرستیال والي ملا روح الله او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو.
د یادې غونډې پر مهال، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د پورتني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې د فعالیتونو د لا غوره تنظیم او شته ستونزو د حل په موخه د یادې حوزې کارمندانو ته اړینې لارښوونې وکړې.
