د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1401 لمریز کال د مرغومی د میاشتې په 18 نیتہ کې  د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هلمند) سينديز حوزہ کې شوی دی.

په یادو نېټی کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د ( هلمند، ترینکوت او ارغنداب) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وری له 10 نېټې څخه تر...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۵۹
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وري له...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۳۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وري له  1 نېټې...

Back to announcements

User account menu