د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۸:۳۸
1

د 1401 لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په 15  نېټې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) دحوزی کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د (کنړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، ترینکوت او ارغنداب) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu