د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲۲
1

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د لیندۍ له ۲۸ نېټې څخه تر ۳۰ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او دهوا پیژندنې نړیوالو معتبروارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود-مرغآب، هلمند ، شمال ، پنج آمو وکابل) حوزو او اړوند سیلبرونو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د اورښتونو له امله دسیلابونو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هرات، غور، بادغیس، هلمند، ارزگان، زابل، کندهار، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل ، فاریاب، تخار، کندز ، کوکچه، پنجشیر، پروان، لوگر ،غزنی، میدان وردک،کابل،، گردیز، خوست، پکتیا او پکتیکا) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د پنځو سټيشنونو ساتنه او مراقبت ترسره شو

 د پکتیکا د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست مسؤلینو په پکتیکا ولایت کې د پنځو سټیشنونو ساتنه او مراقبت ترسره او همدارنګه یې د ځمکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۵۰
Background image

پروان ولایت کې د یوه عمومي کانال له حریم څخه لیدنه ترسره شوه

د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل د جبل السراج ولسوال محترم خان محمد حقیار او د نوموړې ولسوالي امنیه قوماندان محترم ملا فیض محمد حقمل د یوه عمومي کانال له بېلابېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو سرچینو د ټاکلو په موخه جیوفزیکي څیړنې او هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ترنک قلات سېندیزې فرعي حوزې ریاست په همغږي سره په زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د سرچینو د ټاکلو او تثبیت په موخه جیوفزیکي. . .

بیرته تګ

User account menu