د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1403 لمریز کال د وږي له 12 نېټې څخه تر 13 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړې توګه د (کنر، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، غزنی، خوست او پکتیکا) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سېلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د لړم له ۵ نېټې څخه تر ۷ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۸:۲۴
Background image

د پوهاوي پیغام

 

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د تلې له ۲۸ نېټې څخه تر ۳۰ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۵۹
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د تلې له ۳ نېټې څخه تر ۵ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

Back to announcements

User account menu