د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس د سادات خېلو له ویجاړ شوي سربند څخه لېدنه وکړه
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس، مولوي محمد کریم فاتح او ورسره مل تخنیکي پلاوي د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د سادات خېلو کلي له ویجاړ شوي سربند او جر بهرام سيفون څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، د یادو اوبيزو تأسيساتو چې د سیلابونو له امله ویجاړ شوي دي ارزونه وشوه او د یادې سیمې اوسیدونکو ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړل شو.
