د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس د پاملرنې نړېوالې مؤسسې له همکارانو سره ناسته وکړه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۰:۱۷
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح د پاملرنې نړېوالې مؤسسې د پکتيا ولايت لپاره د کرنې او مالدارۍ پروژې مدير ښاغلي انجنیر حيات احمدزي او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې ناسته وکړه.

ناسته د کاري همکارۍ، همغږي او د غوره اړيکو رامنځته کولو په پار دايره شوې وه.

ښاغلي فاتح راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل د رياست د بېلابېلو کړنو په اړه يې هر اړخيز مالومات وړاندې کړل، د اوبو په برخه کې د پراختيايي او رغنيزو چارو پرمخ وړلو په موخه يې پر لازمې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې ځينې غوښتنې او سپارښتنې له اړونده مسؤلینو سره شریکې کړې.

د پاملرنې نړېوالې مؤسسې د پکتيا ولايت لپاره د کرنې او مالدارۍ پروژې مدير ښاغلي انجنیر حيات احمدزي د خپل پروګرام (د افغانستان له بيا رغونې پروسې څخه د ملاتړ پروګرام) په اړه مالومات وړاندې کړل. نوموړي دغه راز د چارو پر مخ وړلو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د رئیس غوښتنې او سپارښتنې يې له پورته مقاماتو سره د شريکولو په موخه ياداښت کړې.

د ناستې په پاى کې ښاغلي فاتح له راغلي پلاوي مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې وړاندې کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۱۵
Background image

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د دغه وزارت د رهبري مقام تر مشري لاندې ترسره شوه

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذی‌القعدې لومړۍ نېټه

د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د وري ۲۹ نېټه

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر مشري لاندې د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

 په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده

د لاندنې کابل (جلال آباد) سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په بهسودو او سرخ‌رود ولسوالیو کې له ۲۵ کړیو څارنیزو څاګانو څخه د روان زېږدیز کال د اپریل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

بیرته تګ

User account menu