د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست سلاکار د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته وروپيژندل شو.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۹:۲۵
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست نوي  سلاکار ښاغلى انجنير نجيب اللّٰه توتاخېل د رياست کارکوونکو ته وروپيژانده.

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس نوي ګمارل شوي سلاکار ته د دندې مبارکي ورکړه او په دغه مسؤلیت کې یې ورته د بریالیتوب دعا، او د توفیق غوښتنه وکړه.

ښاغلي انجنير نجيب اللّٰه توتاخېل د ا.ا.ا له لوړ مقام څخه مننه وکړه، چې پر دۀ يې باور کړى او د مسؤليت اخيستو وړ يې بللى دى.

هغه په خپلو خبرو کې پر خپل مسلک، کاري تجربي او مخينې رڼا واچوله؛ د چارو په ښه او ګټور ډول ترسره کولو کې يې ځان ژمن وبالۀ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu