د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې او د پکتیا ولایت د اوبو رسونې د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د غه ناسته د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح او د دغه ریاست د سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او د پکتیا ولایت د اوبو رسونې آمر محترم مفتي وحیدالله سباوون او مل پلاوي په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، په پکتیا ولایت کې استوګنیزو کورونو او ښارګوټو ته د نل لیکې له لارې د اوبو رسولو، د ډیزاین شوې شبکې د پلي کولو او پراختیا او ټولو ادارو ته د ښاري اوبو رسونې شبکې له لارې د اوبو رسولو په هکله بحث او د اندونو تبادله شوه.
همدارنګه په دغه ناسته کې د نوموړو موضوعاتو د پلي کولو په موخه پر دوو اړخیزو همکاریو باندې ټينګار وشو.