د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پرانیستل شوې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د ترکیې هېواد د اډیف خیریه موسسې مسؤلینو د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پرانیستې او د بنسټ لومړنۍ ډبره یې کښېښوده.
ښاغلي منصور د دغې ودانۍ د جوړېدو موخه د هغو یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره د مناسب ځای رامنځته کول وبلل چې پلرونو یې د اعلای کلمةالله او د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې خپل ځانونه قرباني کړې، وبلل.
په ورته مهال، د ترکیې هېواد د اډیف موسسې مسؤلینو چې د دغې ودانۍ په جوړېدو کې یې مالي همکاري کړې ده، د جهاد ارزښتونو ته نغوته(اشاره) وکړه او یادونه یې وکړه چې له یتیمانو سره مرسته د شهیدانو او مجاهدینو سرښندونو ته د درناوي نښه ده.
په ورته مهال، د خاتم الانبیأﷺ دارالایتام یو شمېر زده کوونکو د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په هکله خوښۍ څرګنده کړه او له ښاغلي وزیر صاحب او نورو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه دارالایتام په 1441 ه ق کال کې د محترم ملا عبداللطیف منصور له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې تاسیس شوی او اوسمهال هلته ۱۲۰ تنه د دیني او عصري علومو د زده کړو په تر لاسه کولو بوخت دي.
