د پکتیکا ولایت د پلتوني بند او د پلتو نمبر یو کانال د سربند د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د پکتیکا مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د ګوملې د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر او ورسره مل پلاوي د پکتیکا ولایت د پلتوني بند او د پلتو نمبر یو کانال د سربند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړو مسؤلینو د نوموړي بند او د کانال سربند اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدغه راز، د بند او د نوموړي کانال د سربند اړوندو مسؤلینو د پکتیکا مرستیال والي او د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته د چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د پلتوني بند چارې د افغانستان د اسلامي امارت په مالي لګښت او د پلتو نمبر یو کانال د سربند چارې د یو، این، ډي، پي په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي.