د ځمکې لاندې اوبو څانګې د ظرفیت لوړونې ورکشاپونو د پای برنامه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۴:۴۲
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت مقام د سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، یو شمېر رئيسانو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت د استازو او د سیندیزو حوزو د انجنیرانو او آمرینو په شتون کې چې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو ریاست د متخصصینو له لوري د جیوفزیک او د ځمکې لاندې اوبو ورکشاپونو کې ورته روزنه ورکړل شوې وه، د اوبو او انرژي وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه برنامې کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اقلیمي بدلونونو، د پرله پسې وچکالیو او د اوبو سرچینو ورځ تر بلې کمښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اوبو د مدیریت لپاره اړینه ده چې حکومت او ولس خپل مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

په ورته مهال، د وزارت مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په اوسنیو شرایطو کې د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره د دغو ورکشاپونو ترسره کول ارزښتناکه وبلله.

همدارنګه، په دغه برنامې کې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو رئیس محترم عزیزالرحمن عزیز، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل الرحمن عارف او د اوبو  سرچینو یو شمېر نورو متخصصینو ددغو ورکشاپونو د ارزښت او د هغوی د منځپانګو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز ورکشاپونه د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو ریاست له لوري د سیندیزو حوزو د ځمکې لاندې اوبو د انجنیرانو او آمرینو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوي او نن ددغه ورکشاپونو د پای په برنامې کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د اوبو لګولو په موخه خوشې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي. . .

بیرته تګ

User account menu