د ښو اخلاقو په هکله د دعوت او ارشاد اصلاحي او روزنیز سمینار ترسره شو
یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد مدرس مولوي نقیب الله مسرور او د یاد وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په شتون کې ترسره شو.
په دې سمینار کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد مدرس مولوي نقیب الله مسرور د قرآنکریم د آیاتونو او د نبوي احادیثو په رڼا کې د ښو اخلاقو په هکله وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د ژوند په ټولو چارو کې باید د زغم، نرمښت او بخښنې صفاتو څخه کار واخلو.
همدارنګه، د دعوت او ارشاد مدرس ټینګار وکړ چې په خپلو ټولنیزو اړیکو کې باید د اسلام سپیڅلي دین د لارښوونو څخه پیروي وکړو.
