د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس د کابل ولایت له والي سره وکتل
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال د کابل ولایت له والي ښاغلي شیخ ندامحمد ندیم او د یاد ولایت له یو شمېر محلي مسؤلانو سره وکتل او په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذيوي پروژو د چارو د پیل او د نیمګړو پروژو د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وشو.
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس په لیدنه کې د کابل له والي سره پرېکړه وشوه، چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیوي پروژو کار سر له نن څخه د کابل ولایت څخه عملا پیل او په نورو ادارو او عامه ځایونو کې به پلي شي.
په یاده لیدنه کې، د شاه و عروس بند د چارو پر چټکتیا او د متضررینو د استملاک شویو کورونو په وړاندې د راپورته شویو ستونزو په هوارولو باندې ټینګار وشو.
له بلې خوا، په دې لیدنه کې د قره باغ د اوبو کانال د ترمیم، د قرغې بند پورتنې سړک بیارغونه، د یاد بند له ودانۍ څخه د هوټلونو او غرفو لرې کولو او د غازي بند د بیارغونې په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.
