د کابل عمومي حوزوي ریاست تر چتر لاندې ۱۴ ریاستونو لپاره د وړتیا لوړونې سمینار پیل شو
دغه سمینار د کابل عمومي حوزوي ریاست له لوري د دغه ریاست تر چتر لاندې ۱۴ ریاستونو ته د زوم له لارې په لاره اچول شوی دی.
د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند په دغه سمینار کې چې د زوم له لارې په لاره اچول شوی په ژوند کې د اوبو د ارزښت او د اوبو د غوره مدیریت په هکله خبرې وکړې.
په دغه درې ورځني سمینار کې ګډونوالو ته د اوبو د ګټې اخیستونکو ټولنو لپاره د اسنادو د رامنځته کولو او طی مراحلو په هکله په مفصله توګه معلومات وړاندې کېږي.