د کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست د اړوندو فرعي حوزو ریاستونو او د یو شمېر مرکزي کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ په لاره اچول شوی

د کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست د اړوندو څوارلسو فرعي حوزو ریاستونو او د یو شمېر مرکزي کارمندانو لپاره د پلان جوړونې، سروې ، ډیزاین او د پروژو د مدیریت په برخه کې د وړتیا لوړولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ په لاره اچول شوی دی.
د یاد ورکشاپ په پیل کې ، د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال، ګډونوالو ته د ورسپال شویو دندو د موخو د ترلاسه کولو لپاره د اغیزمنې او کره پلان جوړونې، ښه تطبیق او د وړتیا لوړولو په برخو کې لازمې سپارښتنې او هدایات وړاندې کړل.
په ورته مهال، د وزارت د برنامو د همغږي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله ستانکزي د یاد ورکشاپ د اهمیت په هکله خبرې وکړي.
یاد ورکشاپ د یوې مرستندوېې ټولنې په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی او دوه ورځې په دوام وکړي