د کابل منځني فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالي کې د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه
د کابل منځني فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالي د قفس کلي حوض، د برملنګ کلي د خاورینو حوضونو او د خورد کابل کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه
په یاده څارنه کې، د کابل منځني فرعي سیندیزې حوزې تخنیکي انجنیرانو هغه تېږه چې په پروژه کې د ګټې اخیستنې لپاره ساحې ته راوړل شوې وه د ښه کیفیت او شکل نه در لودلو په پار رد کړه او د پروژې مسؤلینو ته د کار د چټکتیا او د چارو د ښه پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
