د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالي کې د اوبو د غوره مدیریت او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا پروژې چارې د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۱:۳۹
1

د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالي کې د اوبو د غوره مدیریت،د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د باران اوبو د راټولولو په موخه د څلور سترو خاروینو حوضونو، د یو سلو اتیا وړو خاورینو حوضونو، د ۴۰۰ متره په اوږدوالي سره د خورد کابل کانال دوه طرفه پخه سنګ کاري ، د قفس کلي حوض بیارغونه او د چینار په کلي کې د ۶۸۰ دانې ترسونو پروژې چارې د ۳۸۶۷۴۴۴۶ افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د یادې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت تر څارنې لاندې د خوړو نړیوال سازمان(WFP) په مالي لګښت د Shelter for life  موسسې   له خوا پلي کېږي.

همدارنګه په یاده پروژه کې د ملنګ، چلاب، باغکي کلا، د زندان کلا د کاریزونو پاکاري او د خورد کابل چینو پاکاري هم شامله ده.

د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې چارې به د روان زیږدیز کال د نومبر په ۱۵  نېټې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu