د کابل ښار د اوبو د مدیریت په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د ښارجوړونې ، مالیې، کلیو پراختیا او کرهڼې، اوبولګولو او مالداري وزارتونو د معینانو او با صلاحیته استازو، د عمومي ښارواليو، د کابل ښاروالي، د چاپېریال ساتنې ادارې ، د اوبو رسولو او د ښاري فاضلابو شرکت د استازو په ګډون ترسره شوه.
دا ناسته چې د کابل ښار د اوبو د مدیریت د هر اړخیزې طرحې د چمتوکولو په هکله د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د 10/ 1 / 1444 نیټې د دوهمې ګڼې مصوبې د څلورم بند د پلي کیدو په موخه جوړه شوې وه، د کابل ښار د اوبو د مدیریت د طرحې په چمتوکولو او وروستي کولو باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په یاده ناسته کې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو وضعیت د اندیښنې وړ وباله او د ټولو اړوندو ادارو څخه یې د کابل ښار د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
همدارنګه په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د رئيسانو له لوري له ګډونوالو سره، کابل ښاریانو ته د څښاک اوبو د برابرولو د طرحې د مسودو په هکله د شاه و عروس او شاه توت بندونو د جوړولو له لارو ،له پنجشیر څخه د اوبو لېږد او خلکو ته د اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او له اوبو څخه په بې ځایه ډول د ګټې نه اخیستنې د پوهاوي ورکولو په اړه لازم معلومات شریک شول.
د ناستې غړو هر یوه په خپل نوبت سره د کابل ښار د اوبو د مدیریت په هکله د هر اړخیزې طرحې د چمتوکولو په اړه خپل اندونه وړاندې کړل او د یادې موضوع په تړاو د بحث او د اندونو له تبادلې وروسته، د یادې طرحې د وروستي کولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او د اجراآتو او منظوري لپاره د ریاست الوزرا مقام ته ولېږل شول.
