د کارمندانو د وړتیا لوړونې لپاره د "لیکوالي" تر سرلیک لاندې ښوونیزه برنامه جوړه شوه
دغه برنامه چې د بشري سرچینو د ادارې پراختیا او وړتیا لوړونې او همدارنګه د ډيټابیس، سوانح او ارزونې آمریتونو له لوري د درې ورځو لپاره په لاره اچول شوې ده،د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي ریاست، اطلاعاتو او نشراتو، اداري، تدارکاتو، مالي او حسابي او بشري سرچینو ریاستونو شاو او خوا دېرش کارمنداانو ګډون کړی.
د بشري سرچینو کارپوهانو د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د سمو لیکلو په برخه کې د کارمندانو د وړتیا لوړونې او د مکتوبونو، استعلامونو او وړاندیزونو د لیکلو پر وخت د ګرامري قواعدو په پام کې نیول وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو آمریتونو له لوري به په راتلونکي کې د دا ډول برنامو جوړول دوام ولري.