د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې ریاست عمومي غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د حکم پر بنسټ، د پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د تخنیکي موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د پنجشیر سیند د سرچینې د اوبو اندازه ګیري، د کانالونو د حقابو او د کانالونو شاوخوا کرنیزو ځمکو تثبیت، یادې پروژې د ټولنیزي او چاپیریالي اغیزې او نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د غونډې په پای کې، د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې ټولو کارکوونکو ژمنه وکړه چې د اوبو او انرژي وزارت له لېږل شوي پلاوي سره به بشپړه همکاري وکړي.
