د کمال خان بند په ساحه کې د تراکو کانال د بازو د تحکیم چارې بشپړي شوې
 
              د کمال خان بند په ساحه کې د تراکو کانال د بازو د تحکیم چارې د ښکتني هلمند سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم له لورې د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې، د ولایت مقام، د طبیعي پېښو سره د مبارزي ریاست او د اوبولګونې ریاست په مالي همکاري سره بشپړي شوې.
د یادولو وړ ده چې د یاد کانال د بازو تحکیم، نیمروز ښار ته د اوبو بهېدو پر مهال د تراکو کانال د بازو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه ترسره شوه.
