د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالي د عمومي کانال د پاکاري پروژې د دوهم فاز د پيل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د پنج آمو سیندیزې حوزې د عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او د ډ، اې، آی موسسې د مسؤل محترم محمد داوود امین زي ترمنځ ترسره او د چهاردرې ولسوالي د عمومي کانال د پاکاري پروژې د دوهم فاز د پيل په موخه بحث او د اندونو تبادله وشوه.
ټاکل شوې ده، چې د نوموړي کانال د پاکاري پروژې دوهم فاز چارې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.