د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالي کې د اوبو میرانو سیستم د رسمي کولو په موخه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د کندز ولایت مقام د استازي مولوي سید اعلم الهام، د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع الله روحانی او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او کروندګرو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس د اوبو او انرژي وزارت د کړنلارې پر بنسټ د اوبو میرانو سیستم رسمي کولو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او له ټولو کروندګرو څخه یې وغوښتل، چې د ورورولۍ په فضا کې دې له یو بل سره همکاري وکړي.