د کنړ عمومي سیند او د پیج پر سیند باندي د اوبو د اندازه ګیرۍ په موخه د سټاف ګیچونو د نصبولو موقعیتونه تثبیت شول
د کنړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کنړ ولایت په ناړۍ، غازي آباد، اسمار، شیګل، ماڼوګۍ، چپې درې او نور ګل ولسوالیو کې د کنړ پر عمومي سیند، د پیج پر سیند او پر دایمي اوبه لرونکو خوړونو باندې د اوبو د اندازه ګیرۍ په موخه د سټاف ګیچونو د نصبولو موقعیتونه تثبیت شول.
