د کورنۍ پلټنې ریاست په ۱۴۰۳لمریز کال کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۳۴پروژې چې ټولیز لګښت یې څه باندې ۸۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي، څېړلې دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۴۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم الحاج محمد الدین نیازي او ورسره مل ټیم په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د دغه ریاست له لوري د څېړل شوو پروژو کلنی راپور د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور حضور ته وړاندې کړ.

د کورنۍ پلټنې رئيس وویل چې دغه ریاست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د دغه وزارت ۱۳۴ پروژې چې ټولیز لګښت یې ۸۵۰ میلیونه، ۲۴۷ زره او ۹۴۹ افغانۍ کېږي،څېړلې چې ۱۷ پروژې په غزني، ۱۷ پروژې په پکتیکا، ۱۱ پروژې په کنړ، ۱۰ پروژې په وردګ، ۱۶ پروژې په لوګر، ۶ پروژې په پکتیا، ۱۱ پروژې په خوست، ۸ پروژې په سمنګان، ۱۲ پروژې په غور، یوه پروژه په بغلان، ۱۴ پروژې په کابل، ۴ پروژې په بدخشان او ۷ پروژې په تخار ولایت کې څېړلې او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د سمون په موخه اړینې سپارښتنې کړې دي.

همدغه راز، نوموړي ریاست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۲۰ حکمي موارد څېړلې او د وزارت مقام له حکم څخه وروسته اړوندو ادارو ته لېږلې دي.

له بلې خوا، نوموړي ریاست په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ټول راغونډ کېدونکي عواید چې ټولیزه کچه یې ۱۷ میلیونه، ۲۹۶ زره او ۹۳۳ افغانۍ کېږي، تثبیت او څېړلې او په مجموعي توګه یو میلیون او ۱۶۳ زره ډالره چې نورې ادارې او اشخاص د وزارت پور وړي دي او نه‌دې تصفیه شوې، هم تثبیت کړې دي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کورنۍ پلټنې ریاست له لوري ترسره شوې کړنې مثبتې و ارزولې او د ستایلو ترڅنګ،  د ادارو په دننه کې د پلټنو ترسره کول یو اړین او مهم اصل وباله او د نوموړي ریاست مسؤلینو ته په اړوندو برخو کې د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu