د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې اداري غونډه د نیمګړو پروژو د چارو د بشپړولو په موخه ترسره شوه

دا ناسته د ګوملې سیندیزې حوزې د رئيس ښاغلي قاري فتح محمد ذاکر تر مشري لاندې د یاد ریاست د ټولو کارمندانو په ګډون کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د نیمګړو پروژو د چارو د بشپړولو په هکله بحث او د نظر تبادله و شوه او ټینګار وشو چې د نیمګړو پروژو چارې باید ژرترژره بشپړې شي.