د یوه چینایي شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د چینایي "گوسان انرژي" شرکت له مسؤلینو سره وکتل او په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه، چې د اوبو او انرژي وزارت د مقام د رهبري له لوري یې هر کلی وشو.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو او د دغه وزارت د همکاري په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.