د ۱۰۰ میګاواته برېښنا تولید د لومړنۍ ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه

د شمال عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت له تخنیکي ټیم او د یوه خصوصي شرکت له استازو سره په حیرتان ښارګوټي کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید د لومړنۍ ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د وزارت تخنیکي ټیم وویل، چې د نوموړې پروژې چارو د پيل په موخه تخنیکي سروې ته اړتیا لري.
په ورته مهال، ښاغلي مجتبی د وزارت له تخنیکي ټیم سره د همکاري ژمنه وکړه.