د ۲۶ چکډمونو د ودانولو د پروژه د قراردادنو لاسلیک

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۹:۳۵
123

د اوبو د چارو د ملي ادارې له خوا د ۱۳۸ ملیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶ چکډمونو د ودانولو د پروژه د قراردادنو لاسلیک

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل نن د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۴ نیټه د ۲۶ چکډمونو (د اوبو د زیرمه کولو کوچني بندونه) د ودانولو قراردادونه د خصوصي سکټور له شرکتونو سره لاسلیک کړل.
دغه پروژې د
۱۳۸ ملیونه او ۹۵۴ زره او ۸۶۸ افغانیو په لګښت، د هېواد په نهو ولایتونو ( هرات، بادغیس، پنجشیر، کابل، هلمند، فاریاب، غزني، لوګر او فراه) کې پلې کیږي.
د اوبو د چارو د تنظیم د ادارې عمومي مشر، ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو مدیریت د افغانستان له اساسي اړتیاو او د دې ادارې له مهمو مسئولیتونو څخه وباله، او زیاته یې کړه: دغه پروژې د اوبو د مدیریت په موخه پر لاره اچول شوې چې له پلي کېدو سره یې څه باندې یو ملیون متر مکعبه سطحي اوبه په یادو ولایتونو کې کنترول او څه باندې زر هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کوي.
همدارنګه په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې، آغلې هما احمدي د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې څخه د یادو پروژه د پلي کولو په خاطر مننه وکړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو د ښه مدیریت او د اقتصادي ودې په موخه د ورته پروژو پلي کول یې اغیزمن وګڼل.
په ورته وخت کې د خصوصي شرکتونو په استازیتوب ښاغلي شفیق الله لودین، په ټاکل شوې موده کې د پروژو د ښه او با کیفیته تطبیق لپاره خپله ژمنه اعلان کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژو له پلي کېدو سره به
۱۰ زره کورنۍ د هغې له ګټو څخه برخمنې شي.
--------

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۳۲
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي

د خوست مرستیال والي محترم مولوي محبوب شاه قانت او د خوست شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

لغمان ولایت کې د یوه ساتندوی دېوال پروژې د رغونې چارې د څه باندې ۱۰۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د زیړانیو کلي ساتندوی دېوال پروژې د رغونې چارې د ۱۱۳ زره آمریکایي ډالرو په لګښت دلغمان والي محترم قاري بختیار معاذ، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۹
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د اتم لاټ پروژه د څه باندې ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د نهم لاټ پروژه د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپې سیمه کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د اتم لاټ پروژه د ۶۵ میلیونه، ۳۸۴ زره او ۵۹ افغانیو په لګښت بشپړه او د نهم لاټ پروژه د ۸۱ میلیونه، ۵۰۳ زره او ۵۷. . .

بیرته تګ

User account menu