سروی تخنیکی یک پروژه در ولایت غزنی که در آن چکدمها، سربند، کانال و ترناب شامل است، انجام شد

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو او ورسره مل د یو. این. ایف. اې. او موسسې مسؤلینو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د یوې پروژې تخنیکي سروې چې پکې چکډمونه، سربند، د شپږ کیلو متره په اوږدوالي سره کانال، ترناب او ټولنیزې ودانۍ شاملې دي، ترسره کړه.
د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه، کرنیزې ځمکې خړوبه او ځایي خلکو ته د کار زمینه هم چمتو شي.
د یادونې وړ ده، چې غزني ولایت کې د کامل کانال چارې چې د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د نوموړې موسسې په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي، ۸۰ سلنه پرمخ تللې او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.