غزني ولایت کې د بازار کانال د بیارغونې او پاکاري چارې د پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت پيل شوې
غزني ولایت کې د بازارکانال د بیارغونې او پاکاري چارې د پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي اسدالله منصوري او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
یاد کانال ۶ کیلومتر اوږدوالی لري او څوارلس زره کسان به ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.
د یاد کانال د بیارغونې او پاکاري چارې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو پروګرام په مالي ملاتړ د غزني سیندیزې فرعي حوزې تر څارني لاندې پرمخ وړل کېږی او چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
