غزني ولایت کې د زردالو بند تخنیکي مطالعات به ډېر ژر پیل شي
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د غزني ولایت قومي مشرانو د زردالو بند د ارزښت یادونه وکړه او د دغې پروژې پلي کول یې د وزارت رهبري مقام ته وړاندیز کړ.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د نوموړي بند تخنیکي مطالعات به په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت د انجنیرانو له لوري پیل او همدارنګه عملي چارې به یې په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره پلي شي.