غزني ولایت کې د مرکز جوی کامل پروژې چارې ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
1

د غزني ولایت د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د غزني ولایت د مرکز جوي کامل پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړې پروژه چې ۱۰۶۰ متره اوږدوالي او د کانال سور یې ۱۵۰ سانتي متره او د دېوال لوړوالي یې ۱۳۸ سانتي متره دی، چارې یې ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د دغې پروژې چارې د یو، ان، اف، ای، او موسسې په مالي لګښت د غزني ولایت د ولاړو اوبو د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

کاپيسا ولایت کې د اوبو په برخه کې اووه پروژې د څه باندې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د پورتني او کښتني هندوسوز سربندونه، میرکلا، نوروزخېلو، محب‌خېلو، شاطو او میاخېلو د سیند غاړو ټینګښت پروژو چارې د ۱۱ میلیونه، ۶۸۷ زره او ۷۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند په کاسه کې څه د پاسه ۳ متره اوبه زېرمه شوې دي

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د دغه ریاست یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د پاشدان بند له وضعیت څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د ساتنې او مراقبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او حفظ او مراقبت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري په تڼیو، ګربزو او علیشیرو ولسوالیو کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او. . .

بیرته تګ

User account menu